1 اے مالِکه خُدايه، تۀ زما نه ولې لرې ودرېږې؟ په وخت د مصيبت کښې تۀ ما نه ولې خپل ځان پټوې؟
تۀ خپل مخ ولې پټوې، او تۀ ما خپل دشمن ولې ګڼې؟
نۀ يې په ښى طرف موندے شم او نۀ يې په ګس طرف موندے شم.
کۀ خُدائ پاک خاموش وى، نو څوک ورباندې اِعتراض کولے شى څۀ؟ کله چې هغه پناه شى، نو څوک يې ليدلے شى، کۀ هغه يو کس وى او کۀ قوم وى.
اے زما خُدايه، اے زما خُدايه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟ تۀ ولې رانه لرې شوے يې او د مدد فرياد مې نۀ اورې؟
خپل مخ رانه مۀ اړوه ما ته مۀ په قهر کېږه تۀ، خپل خِدمتګار دې غصه کښې مۀ پرېږده تۀ، اے پاکه خُدايه، اوس ما مۀ پرېږده او ما مۀ رد کوه زما خلاصونکے يې تۀ.
اے مالِکه خُدايه، لکه غر په شان ستا فضل زۀ قوى کړم، چې مخ دې رانه واړولو نو زۀ شومه مايوسه او حېران.
ولې تۀ زمونږ نه خپل مخ پټوې څۀ؟ او زمونږ غم او مصيبتونه ولې هېروې څۀ
مونږ لاندې خاورو ته راغورزولے شوې يُو، او په زمکه پړمخې پراتۀ يُو.
خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.
ولې مالِکه خُدايه تا زۀ رد کړے يم، او ولې تۀ خپل مخ ما نه اړوې څۀ؟
اے مالِکه خُدايه صرف تۀ د بنى اِسرائيلو اُميد يې، او د تکليف په وخت کښې زمونږ خلاصونکے يې. نو بيا ولې تۀ لکه د يو مسافر په شان يې چې زمونږ په مُلک کښې صرف يوه شپه تېره کړى او بيا ځى؟
تۀ ولې د هغه چا په شان يې چې ګنګس وى، او لکه د داسې فوجى په شان شوے يې چې څوک بچ کولے نۀ شى؟ اے مالِکه خُدايه، تۀ مونږ سره يې، او مونږ ستا نوم پورې تړلے شوى يُو، نو اوس مونږ مۀ پرېږده.“