Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 1:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 بې‌شکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى، په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 1:6
17 Iomraidhean Croise  

خو هغۀ ته د هغې لارې پته ده چې کومه ما اختيار کړې ده، او کله چې هغه ما وآزمائى نو زۀ به د سرو زرو په شان صفا يم.


بدکاران چې دا ګورى نو غصه کيږى، او هغوئ به خپل غاښونه چيچى او ورک به شى، د بدکارانو ارمانونه به پوره نۀ شى.


کله چې زما روح په ما کښې کمزورے شى، نو دا تۀ يې چې زما په لارو پوهېږې. په کومو لارو چې زۀ روان يم نو په هغه لارو کښې يې ما دپاره دام پټ لګولے دے.


وګوره زما ښې طرف ته وګوره هيڅوک زما پرواه نۀ کوى، زما پناه ګاه نشته هيڅوک زما د ژوند پرواه نۀ کوى.


مالِک خُدائ د مسافرو خيال ساتى، او يتيمانو او کونډو ته خوراک ورکوى، خو هغه د بدعملو منصوبې او طريقې خرابوى.


بې‌کچه تباهى دې د دشمن ښارونه نابود کړى دى، نام و نشان د هغوئ دې ختم کړے دے.


د هر کس په وړاندې يوه لار وى چې هغۀ ته ښۀ ښکارى خو په آخر کښې د دې خاتمه مرګ وى.


مالِک خُدائ د بدکارانو د چال چلن نه نفرت کوى، خو هغه د هغوئ سره مينه کوى څوک چې صداقت پسې روان وى.


مالِک خُدائ ښۀ دے، د تکليف په وخت کښې هغه مضبوطه قلعه ده. او هغه د هغوئ حفاظت کوى څوک چې په هغۀ باور کوى.


په تنګه دروازه ورداخل شئ. ځکه چې د تباهۍ دروازه کولاو ده، لاره يې ښۀ پلنه ده او ډېر په دغه لاره ځى.


زۀ ښۀ شپون يم. زۀ خپلې ګډې پېژنم او زما ګډې ما پېژنى،


زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى.


خو بيا هم د خُدائ پاک بنياد مضبوط دے او په هغې دا ليکلى دى چې، ”مالِک خپل هغه خلق پېژنى،“ او، ”څوک چې د هغۀ دى د مالِک نوم اخلى، هغه دې د شرارت نه واوړى.“


خو دا خلق د ځنګلى مخلوق په شان دى چې بې‌ضميره دى او د رانيولو او هلاکولو دپاره پېدا شوى دى. د کومو خبرو په حقله چې ناخبره دى، د هغوئ په حقله په نورو بدرد وائى، هغوئ به د ځنګلى ځناورو په شان هلاک کړے شى.


هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى، خو بدعمله په تيارۀ کښې ورکيږى، سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan