او بيا به تاسو د صادقانو او بدعملو په اَنجام کښې فرق وګورئ، او هم به تاسو د هغوئ اَنجام کښې فرق وګورئ څوک چې د خُدائ پاک خِدمت کوى او څوک يې چې نۀ کوى.“
چې د ټولو عدالت وکړى او ټولو بېدينو له به د سزا حُکم ورکړى، ځکه چې هغوئ د خپلې بدعملى په وجه ډېر د بېدينۍ کارونه وکړل، او خُدائ پاک بېدينه ګناهګارانو له به هم د سزا ورکولو حُکم وکړى ځکه چې هغوئ د هغۀ خلاف ډېر بد وئيلى دى.“