2 هغې خپله غوښه تياره کړې ده او مے يې يو ځائ کړى دى، او دسترخوان يې هم خور کړے دے.
چې کله يوسف بنيامين د هغوئ سره وليدلو، نو هغۀ د خپل کور مشر خِدمتګار ته ووئيل، ”دا سړى زما کور ته بوځه. د غرمې روټۍ به دوئ زما سره وخورى، نو يو څاروے حلال کړه او تيار يې کړه.“
دا هغوئ دى څوک چې په مےخانو کښې وخت تېروى، او د رنګارنګ ميو پيالۍ څښى.
”راشئ، زما خوراک وخورئ او هغه مے وڅښئ کوم چې ما ګډ کړى دى.
ما به تۀ د خپل ماشومتوب کور ته راوستے وينه، او هلته به تا ما ته سبق ښودلے وونه. ما به درته د څښلو دپاره مزېدار مے درکړى وُونه، د خپلو خوږو انارو شربت به مې درکړے وونه.
د صيون په غرۀ به مالِک خُدائ ربُ الافواج د دُنيا د ټولو قومونو دپاره يوه مېلمستيا وکړى، دا مېلمستيا به د ښې غوښې او د انګورو د ښو ميو وى.