12 کۀ چرې تۀ حِکمت لرې نو هغه به تا له فائده درکړى، او کۀ تۀ مسخره کوونکے يې نو صرف تا ته به د هغې نقصان مِلاو شى.
او کۀ دا رښتيا هم وى چې ما غلطى کړې ده، نو ستا په کښې څۀ کار دے؟
خُدائ پاک ته خپل ځان حواله کړئ، او د هغۀ سره روغه وکړئ، او ستاسو هر کار به سم وى.
بېايمانان چې د څۀ حقدار وى هغه به ورته مِلاو شى او نېک انسان ته به د دۀ د اعمالو په مطابق اجر مِلاو شى.
د مزدور لوږه هغه په کار لګيا کوى، ځکه چې هغه خپله لوږه ختمول غواړى.
سزا د پېغور کوونکى دپاره تياره شوې وى، او وهل د کم عقلو د ملاګانو دپاره تيار وى.
زۀ چې کوم خبردارے درکوم نو په هغې پورې خندا مۀ کوئ. کۀ تاسو خندا وکړه نو ستاسو دپاره به خلاصېدل نور هم ګران شى. ما د مالِک خُدائ ربُ الافواج د ټول مُلک د تباه کولو فېصله اورېدلې ده.
کوم کس چې ګناه وکړى هم هغه کس به مړ شى. زوئ به د پلار په ګناه نۀ شى نيولے، او نۀ به پلار د زوئ په ګناه کښې نيولے شى. د صادق انسان صداقت به هغۀ ته په نېکۍ کښې حساب شى، او بدعمله ته به د بدعملۍ سزا مِلاو شى.
او هره پاتې شوې قبيله به ځان ځان له ماتم کوى او د دوئ ښځې به هم ځانله ماتم کوى.“
ځکه چې هر څوک به خپل بوج په خپله اوچتوى.
او په خپلو ټولو خطونو کښې يې دا خبرې ليکلى دى. په هغوئ کښې ځينې خبرې داسې دى چې پرې پوهېدل ګران دى، او جاهلان او سپک خلق د دې معنىٰ بدلوى لکه څنګه چې هغوئ د نورو صحيفو معنىٰ بدلوى او د ځانونو دپاره هلاکت پېدا کوى.