9 هوښيار په دې پوهيږى چې زما ټولې خبرې ټيک دى، چا سره چې عِلم وى هغۀ ته پته وى چې دا صحيح دى.
مسخره کوونکى حِکمت لټوى او هيڅ نۀ مومى، خو حِکمت آسانۍ سره تميز دارو له راځى.
د هوښيارانو زړۀ د عِلم لټون کوى، خو د کم عقل خولۀ په ناپوهۍ کښې څريږى.
د هوښيارانو لار هغه بره د ژوندون طرف ته بوځى، چې هغه قبر ته لاندې د تلو نه وساتى.
د يو پوهه انسان مقصد د عقل حاصلول وى، خو د بېوقوفه لټون بېمقصده وى.
هوښياران تل د عِلم حاصلولو په لټون کښې وى، او د هغوئ غوږونه د عِلم زده کولو دپاره تيار وى.
بختور دے هغه څوک چې حِکمت حاصل کړى، او هغه څوک چې پوهه حاصله کړى.
هلته به يو لوئ سړک وى، چې نوم به يې ”د پاکوالى لار“ وى. ناپاک خلق به په دې باندې سفر نۀ کوى، ځکه چې دا لار صرف هغه خلقو دپاره مخصوص شوې ده کوم چې په نېغه لار ځى، او کم عقل خلق به په دې لار نۀ شى تلے.
اے د يعقوب قومه، آيا داسې خبره کول په کار دى، آيا د مالِک خُدائ روح غصه دے؟ آيا هغه داسې کارونه کوى؟ آيا زما کلام ښۀ نۀ دے د هغوئ دپاره د چا لارې چې نېغې دى؟
دا د نبيانو په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې هغوئ ټولو ته به خُدائ پاک تعليم ورکړى. هر هغه څوک چې د پلار اورى او د هغۀ نه زده کوى هغه ما له راځى.
هر څوک چې غواړى چې د خُدائ پاک رضا پوره کړى، هغه به په دې پوهه شى چې زما تعليم د خُدائ د طرفه دے، يا کۀ زۀ د خپل ځان نه تعليم ورکوم.
خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.