8 زما د خولې ټولې خبرې صحيح دى، يو خبره يې هم کږه يا د دوکې نۀ ده.
د مالِک خُدائ وعدې دى پاکې، لکه سپين زر چې صفا شى اووۀ ځله په بټۍ کښې.
مسخره کوونکى حِکمت لټوى او هيڅ نۀ مومى، خو حِکمت آسانۍ سره تميز دارو له راځى.
او دغه کسان په کږو وږو سر دى او د هغوئ چال چلن د ټګۍ دے.
ځکه چې زۀ تاسو ته ښۀ تعليم درښايم، نو زما تعليمات مۀ هېروئ.
د مالِک خُدائ نه ويرېدل دا دى چې د بدۍ نه نفرت وکړئ، زۀ د غرور، کبر او غلط چال چلن او بدو خبرو نه نفرت کوم.
زما وعده رښتيا ده، او زما وعده به نۀ بدليږى. ما په خپل ذات باندې قسم خوړلے دے، چې هره يوه ګوډه به ما ته په سجده شى او هره ژبه به اِقرار وکړى.
دا څوک دے چې د ادوم نه راروان دے، سرې جامې يې اغوستې دى او د بُصره ښار نه راروان دے؟ دا څوک دے چا چې د رُعب شاهى لباس اغوستے دے او قوت سره روان دے؟ ”هم زۀ يم، چې د صداقت اعلان کوم، او د بچ کولو طاقت لرم.“
محافظانو جواب ورکړو چې، ”هيڅکله هم چا داسې خبرې نۀ دى کړى څنګه يې چې دا سړے کوى.“
خو تاسو بېوفا يئ او د دې لائق نۀ يئ چې د هغۀ خلق شئ، تاسو ګناهګار او دوکه باز قوم يئ.
نو چې تاسو بېداغه او پاک شئ. او په بدو او بېلارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ.