Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 8:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 زما خولۀ هغه څۀ وائى څۀ چې رښتيا وى، ځکه چې زما شونډې د دروغو نه نفرت کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 8:7
13 Iomraidhean Croise  

په حقيقت کښې زما خبرې غلطې نۀ دى، څوک چې ستا په وړاندې ولاړ دے هغه د اُستاذانو اُستاذ دے.


نېکان خلق خبرې د حکمت کړى، او د هغوئ ژبه د اِنصاف خبرې کړى.


مالِک خُدائ د دروغژونو شونډو نه نفرت کوى، خو هغه د هر هغه چا نه خوشحاله وى څوک چې رښتينى وى.


بادشاهان د غلط کارونو نه نفرت کوى، ځکه چې د هغوئ تخت د صداقت په بنياد جوړ دے.


نېکان د بې‌ايمانانو نه نفرت کوى، او بدکاران د نېکانو نه نفرت کوى.


ځکه چې شريعت د موسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل او حقيقت د عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل.


عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.


دوئ د حقيقت په وسيله مقدس کړه، ستا کلام حقيقت دے.


پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”نو تۀ بادشاه يې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ وائې چې زۀ بادشاه يم. آو، زۀ د دې دپاره پېدا شوے يم، او د دې دپاره زۀ دُنيا ته راغلے يم چې د حقيقت ګواهى ورکړم. او هر څوک چې حقيقت خوښوى هغه زما آواز اورى.“


عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما ګواهى اعتبارى ده کۀ څۀ هم چې زۀ يې د ځان په حق کښې ورکوم، ځکه چې زۀ خبر يم چې زۀ چرته نه راغلے يم او چرته روان يم، خو تاسو ته پته نشته چې زۀ چرته نه راغلے يم او چرته ځم.


ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې مسيح د خُدائ پاک د رښتينوالى د ثابتولو دپاره د يهوديانو خادِم شو، د دې دپاره چې هغه وعدې پوره کړى کومې چې زمونږ د پلار نيکونو سره شوى دى


د لوديکيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، دا پېغام د هغه چا د طرفه دے چې آمين دے، څوک چې وفادار رښتينے ګواه دے او د خُدائ پاک د نوى خلقت شروع ده. هغه فرمائى چې


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan