5 اے ساده خلقو، احتياط زده کړئ، اے بېوقوفو. عقل حاصل کړئ.
قانون د مالِک خُدائ کامِل دے، روح تازه کوى. هدايت د مالِک خُدائ باورى دے، د ساده نه هوښيار جوړوى.
اے د قوم بېعقله خلقو ځان خبر کړئ، اے ناپوهه خلقو تاسو به کله خپل ځان هوښياروئ؟
”جاهله خلقو، تاسو به تر کومې پورې ساده ګان يئ؟ ترڅو پورې به تاسو مسخره کوونکى په خپلو مسخرو کښې خوشحاله يئ؟ ترڅو پورې به تاسو بېوقوفان عِلم نه نفرت کوئ؟
د ساده خلقو سرکشى به دوئ مړۀ کړى، کم عقلان د خپل قناعت په وجه تباه کيږى.
دا متلونه ساده خلق هوښياروى او ځوانانو له عقل او تميز ورکوى.
هوښيار عزت په ميراث کښې ګټى، خو کم عقل خپل شرم زياتوى.
زۀ حِکمت د پوهې سره يو ځائ اوسېږم، او ما سره عِلم او تميز شته.
”اے خلقو زۀ تاسو ټولو ته آواز کوم، او په زمکه باندې ټولو انسانانو ته آواز کوم.
”څوک چې ساده ګان وى هغوئ ټول دې دلته راشى.“ او هغه هغوئ ته وينا کوى څوک چې ناپوهه وى،
مالِک خُدائ د يو جنګيالى په شان جنګ له ځى، هغه به لکه د فوجى په شان جذبه کښې راشى او د جنګ نعرې به وهى او د خپلو دشمنانو خِلاف به خپل طاقت ښائى.
چې د هغوئ سترګې کولاو کړې، او هغوئ د تيارې نه رڼا ته او د شېطان د اختيار نه خُدائ پاک ته راواړوې، چې هغوئ ته د ګناهونو نه معافى مِلاو شى. او د هغوئ سره ورته ځائ مِلاو شى څوک چې په ما د ايمان راوړلو په وسيله مقدس شوى دى.“
بلکې خُدائ پاک د دُنيا کمزورى، سپک او بېاصله خلق غوره کړل د دې دپاره چې په هغوئ معتبر خلق نشت کړى،