35 ځکه چې څوک ما ومومى نو هغه ژوند مومى، او د مالِک خُدائ رضا حاصلوى.
خو هر څوک چې ما ته غوږ نيسى نو هغه به په امن کښې اوسيږى، او د نقصان څۀ يره به پرې نۀ وى.“
مالِک خُدائ د ښۀ سړى نه خوشحاله وى، خو مالِک خُدائ هغه کسان رد کوى چې د بدو منصوبې جوړوى.
چا ته چې ښۀ ښځه مِلاو شوه دا د هغۀ دپاره خزانه ده، او هغه ورته د مالِک خُدائ د خوا نه برکت دے.
دوئ به ستا روح تازه ساتى، او دا به ستا په غاړه د فضل هار وى.
نو بيا به تۀ د انسانانو او د خُدائ پاک په نظر کښې محبوبيت او نېک نامى حاصله کړې.
زما نصيحتونه راټينګ کړه او دا مۀ پرېږده چې ستا نه لاړ شى. د هغوئ ښۀ حفاظت وکړه ځکه چې دا ستا ژوندون دے.
نو دا به هغوئ له ژوند ورکړى چې څوک يې پېدا کوى، او د هغوئ ټول وجود له به صحت ورکړى.
خپله ساده لار پرېږدئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ، او د پوهې په لار تلل وکړئ.“
عقلمندى به دې د پېسو په شان حِفاظت کوى. او د عقلمندۍ خاص فائده دا ده چې هغه خپل مالِک محفوظ ساتى.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
او تل عُمرى ژوندون دا دے چې هغوئ تا وپېژنى چې صرف تۀ رښتينے خُدائ پاک يې او عيسىٰ مسيح څوک چې تا رالېږلے دے.
خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.
څوک چې په زوئ ايمان ساتى هغه به د تل ژوندون مالِک وى، خو څوک چې د زوئ نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندون ونۀ ګورى او تل به د خُدائ پاک د غضب د لاندې وى.“
ترڅو چې مونږ د هغۀ د جلالى فضل ثناء ووايو کوم چې هغۀ مونږ ته په خپل محبوب زوئ کښې وړيا رابخښلې ده.
زۀ د دې عظيمې خبرې په وجه هر څۀ نقصان ګڼم په نسبت د دې چې زۀ خپل مالِک عيسىٰ مسيح وپېژنم. او د هغۀ د خاطره مې هر څۀ د لاسه ووتل خو ما دا ټول څيزونه ګند وګڼلو، د دې دپاره چې مسيح خپل کړم،
ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے.