32 نو اوس اے زما زامنو، ما ته غوږ ونيسئ، مبارک دى هغوئ څوک چې زما په لارو عمل کوى.
ما د مالِک خُدائ قانون منلے دے، زۀ د خُدائ پاک نه نۀ يم اوړېدلے.
په عالمِ ارواح کښې صرف د دې افواه اورېدلے شوې ده.
بختور دى هغوئ ټول څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په لارو روان وى.
ځکه ما کارونه د مالِک خُدائ پوره کړى دى، نۀ مې بد عمل چرته د خُدائ پاک خلاف کړے دے.
چرته چې الهام نۀ وى نو هغه خلق سرکشه شى، خو بختور دى هغه څوک چې په شريعت عمل کوى.
بختور دے هغه څوک چې حِکمت حاصل کړى، او هغه څوک چې پوهه حاصله کړى.
حِکمت د هغوئ دپاره د ژوند ونه ده څوک چې هغې ته غاړه ورکوى، بختور دى هغوئ څوک چې هغه راټينګوى.
نو بيا اوس زما زويه، ما ته غوږ ونيسه. او زۀ چې درته څۀ وايم نو د هغې نه مۀ اوړه.
نو بيا زما زامنو، ما ته غوږ ونيسئ، زۀ چې درته څۀ وايم نو هغې ته توجو وکړئ.
نو هغۀ جواب ورکړو، ”نه، بختور هغه دى څوک چې د خُدائ پاک کلام اورى او عمل پرې کوى.“