30 زۀ د هغۀ په څنګ کښې وم څوک چې د ټولو نه ښۀ ګلکار دے، زۀ هره ورځ د هغۀ د خوشحالۍ سبب وم، او ما تل د هغۀ په حضور کښې خوشحالى کوله،
دا زما خادِم دے چا ته چې ما طاقت ورکړے دے او څوک چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. ما خپل روح په هغۀ سورے کړے دے، او هغه به غېرو قومونو ته اِنصاف رسوى.
هغۀ لا دا خبرې کولې چې ناګهانه يوه پړقېدونکې وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو او د وريځې نه آواز وفرمائيل، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم. د هغۀ خبرې واورئ.“
او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم.“
هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.
اے پلاره، خپل نوم ته جلال ورکړه.“ بيا د آسمان نه يو آواز راغلو، ”ما خپل نوم ته جلال ورکړے دے او زۀ به بيا هم جلال ورکړم.“
زۀ د پلار نه دې دُنيا ته راغلے يم او اوس زۀ دُنيا بيا پرېږدم او خپل پلار له ځم.“
هغۀ مونږ د تيارې د بادشاهۍ د اختيار نه آزاد کړُو او د خپل محبوب زوئ په بادشاهۍ کښې يې داخل کړُو،