Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 8:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 او کله چې هغۀ سمندر ته حد مقرر کړو، ترڅو چې اوبۀ د هغۀ د حُکم نه يو قدم هم زيات وانۀ خلى، او کله چې هغۀ د زمکې بنيادونه کېښودل نو زۀ هلته وم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 8:29
11 Iomraidhean Croise  

هغۀ د اوبو دپاسه د آسمان لمن جوړه کړه، هغۀ د رڼا او تيارې په مينځ کښې حد مقرر کړو.


هغه زمکه په خپلو بنيادونو باندې مضبوطوى، چې هيڅکله به نۀ خوځيږى.


تا ورته حد مقرر کړو د هغې نه وړاندې نۀ ځى، هيڅکله به بيا زمکه پټه نۀ کړى.


او هغه چا چې آسمانونه يې په حِکمت سره پېدا کړل، د هغۀ مينه ابدى ده.


هغۀ د سمندر اوبۀ په يو ځائ جمع کړى دى، هغۀ د سمندر اوبۀ په ذخيرو کښې بندې کړې دى.


مالِک خُدائ د خپل حِکمت په ذريعه د زمکې بنياد کېښودلو، او د خپلې هوښيارتيا په ذريعه يې آسمانونه پېدا کړل.


کله چې هغۀ بره وريځ مقرر کړه او کله چې د سمندر د ډکولو دپاره چينې جوړې کړې،


مالِک خُدائ فرمائى، تاسو به زما نه نۀ يرېږئ څۀ؟ تاسو به زما په حضور کښې د يرې نه نۀ ريږدېږئ څۀ؟ ما د سمندر دپاره د شګو حد مقرر کړے دے، دا مې ورته ابدى او پوخ حد مقرر کړے دے. کله چې سمندر په زور او مستۍ کښې هم راشى او د هغې چپې ډېر شور او زور هم وکړى خو بيا هم د مقرر شوى حد نه نۀ شى اوړېدلے.


پيلاطوس جواب ورکړو، ”نه، د کومو ليکلو چې ما حکم ورکړے دے هغه ټيک دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan