25 مخکښې د دې نه چې لا غرونه او غونډۍ په خپل ځائ نۀ وُو ولاړ زۀ پېدا شوے وم،
د غرونو نه ښکته وبهېدلې، او لاندې درو ته لاړلې، او هغه ځايونو ته چې کوم تا ورته مقرر کړى وُو.
د دې نه مخکښې چې لا دې غرونه پېدا کړى نۀ وُو او نۀ دې لا زمکه او دُنيا پېدا کړې وه، تۀ خُدائ پاک يې د ازل نه تر ابده.
د هغې نه وړاندې چې لا خُدائ پاک زمکه او د هغې پټى او لا نۀ يې د دُنيا خاوره پېدا کړې وه چې زۀ پېدا وم.
او، ”اے مالِکه، تا د زمکې بنياد د ازل نه کېښودو او آسمان ستا د لاس کار دے.