22 مالِک خُدائ د هر څۀ نه وړاندې چې نور څۀ پېدا کړى، د ټولو نه اول يې زۀ پېدا کړم.
صرف خُدائ پاک د حِکمت په طريقه پوهه دے، او هغۀ ته د دې د مقام پته ده.
اے مالِکه خُدايه، تا د مختلفو ځناورو څومره قسمونه پېدا کړى دى، ټول دې په عقلمندۍ سره جوړ کړى دى، زمکه ستا د مخلوق نه ډکه شوې ده.
مالِک خُدائ د خپل حِکمت په ذريعه د زمکې بنياد کېښودلو، او د خپلې هوښيارتيا په ذريعه يې آسمانونه پېدا کړل.
خو تۀ، اے د بيتلحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.
او هغه په خپله د ټولو څيزونو نه اول پېدا شوے دے او ټول څيزونه په خپله يو ځائ قائم ساتى.
د لوديکيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، دا پېغام د هغه چا د طرفه دے چې آمين دے، څوک چې وفادار رښتينے ګواه دے او د خُدائ پاک د نوى خلقت شروع ده. هغه فرمائى چې