Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 8:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 زما په وجه بادشاهان حکومت کوى او حکمرانان منصفانه قانون جوړوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 8:15
27 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، چې هغۀ دا ښودلى دى چې هغه ستا نه څومره خوشحاله دے چې تۀ يې د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړے يې. ځکه چې د بنى اِسرائيلو سره د هغۀ مينه د تل دپاره ده، نو هغۀ تۀ د هغوئ بادشاه جوړ کړے يې چې د اِنصاف او صداقت نه کار واخلې.“


کله چې ټول بنى اِسرائيليان د سليمان د فېصلې نه خبر شول، نو د هغۀ رُعب ورباندې پرېوتو، ځکه چې هغوئ ته نوره پته ولګېده چې خُدائ پاک هغۀ له حِکمت ورکړے دے چې په اِنصاف سره لانجې هوارې کړى.


نو ما له حِکمت راکړه چې ستا په خلقو باندې په اِنصاف سره بادشاهى وکړم او د ښۀ او بد په مينځ کښې فرق وپېژنم. ګنې زۀ به څنګه د دې جوګه شم چې ستا په لوئ قوم باندې بادشاهى وکړم؟“


حيرام ته چې کله د سليمان پېغام مِلاو شو نو ډېر زيات خوشحاله شو او هغۀ ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى چې هغۀ نن داؤد له يو هوښيار زوئ ورکړے دے چې د هغۀ په ځائ د دې عظيم قوم بادشاه شى.“


هغۀ ما له ډېر زامن راکړل او د هغه ټولو نه يې سليمان خوښ کړو چې د مالِک خُدائ په بادشاهۍ يعنې په ټولو بنى اِسرائيلو باندې حکومت وکړى.


نو ما له پوهه او حِکمت راکړه چې هغوئ په سمه لار باندې بوځم. څوک داسې شته چې ستا په دې لوئ قوم باندې حکومت وکړى؟“


خُدائ پاک سليمان ته وفرمائيل، ”تا جائيداد، دولت، عزت، يا د هغه خلقو مرګ نۀ دے غوښتلے چې ستا نه نفرت کوى او د اوږد عُمر سوال دې هم نۀ دے کړے، خو تا د حِکمت او پوهې سوال کړے دے چې زما په هغه خلقو باندې حکومت وکړې چې په چا باندې ما بادشاه جوړ کړې يې،


اے حکمرانانو هوښيار شئ، اے د دُنيا بادشاهانو خبردار شئ.


او هغه قادر بادشاه دے څوک چې د اِنصاف او صداقت سره مينه کوى. تا په خپله اِنصاف قائم کړے دے، تا د يعقوب سره هغه کار کړے دے څۀ چې د اِنصاف او صداقت دے.


په اِنصاف کولو سره يو بادشاه خپل مُلک قائموى، خو هغه څوک چې رشوت اخلى نو هغه مُلک تباه کوى.


زما په وجه شهزادګان حکومت کوى، او ټول صادق حکمرانان څوک چې په زمکه حکومت کوى.


زۀ به تا له هغه شان قاضيان او مشيران درکړم لکه څنګه چې دې پخوا لرل. نو بيا به يروشلم د صادقانو او وفادارو خلقو ښار وبللے شى.“


په هغه وخت کښې به زۀ د داؤد د اولاد نه يوه صادقه څانګه راوټوکوم، هغه به په ټول مُلک کښې هغه کارونه کوى کوم چې د اِنصاف او صداقت وى.


هغه وختونه او حالات بدلوى، هغه بادشاهان په تخت کښېنوى او هغوئ اخوا کوى. هغه پوهانو له پوهه او عالمانو له عِلم ورکوى.


تۀ به د خلقو نه يوې خوا ته وشړلے شې او د ځنګلى ځناورو سره به ژوند کوې، تۀ به لکه د څاروو په شان ګياه خورې او د آسمان په پرخه به تر کولے شې. نو بيا به اووۀ کالونه تير شى ترڅو چې تۀ په دې باندې پوهه شې چې صرف خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهت اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.


تۀ به د خلقو نه وشړلے شې او د ځنګلى ځناورو سره به اوسېږې، تۀ به لکه د څاروو په شان ګياه خورې. په دې به اووۀ کالونه تير شې ترڅو چې تۀ په دې باندې پوهه شې چې خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهت اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.“


بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.


هر څوک دې د سرکارى مشرانو تابعدار وى، ځکه چې ټول اختيار د خُدائ پاک د طرف نه دے او کوم سرکارى مشران چې موجود دى، هغه خُدائ پاک په خپله مقرر کړى دى.


بيا ما آسمان پرانستے وليدو او هلته زما په وړاندې يو سپين آس وو او د هغۀ د سوارۀ نوم وفادار او رښتينے دے، ځکه چې هغه په عدالت کښې او په جنګ کښې په حقه دے.


او د هغۀ په چُوغه او په پتُون دا نوم ليکلے دے چې، ”د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک.“


بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيت‌لحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“


کله چې د سموئيل نظر په ساؤل پرېوتو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”دا هغه سړے دے چې د هغۀ په حقله ما درته فرمائيلى وُو. هغه به زما په خلقو بادشاهى کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan