Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 8:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 زۀ حِکمت د پوهې سره يو ځائ اوسېږم، او ما سره عِلم او تميز شته.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 8:12
16 Iomraidhean Croise  

د هغۀ پلار د صور د علاقې د زېړو ماهِر وو، او مور يې د نفتالى قبيلې يوه کونډه وه. حيرام يو تکړه او تجربه‌کار ماهِر وو. هغۀ د سليمان دعوت قبول کړو چې د زېړو د ټول کار مشر شى.


د هغۀ په ذهن کښې چې د دربارونو او د دې نه ګېرچاپېره کوټو او د مالِک خُدائ د کور د سامان دپاره د ګودامونو او مالِک خُدائ ته د وقف شوو تُحفو کومه نقشه وه نو هغه يې هم ورته وښودله.


داؤد بادشاه وفرمائيل، ”دا ټول تفصيل په هغه نقشه کښې ليکلے شوے دے چې مالِک خُدائ په خپله ما له راکړې وه.“


د يهوداه خلقو ګېرچاپېره وکتل او پته ورته ولګېده چې هغوئ ګېر شوى دى. نو هغوئ مالِک خُدائ ته د مدد دپاره چغه کړه او اِمامانو بيګلې وغږولې.


اے مالِکه خُدايه، تا د مختلفو ځناورو څومره قسمونه پېدا کړى دى، ټول دې په عقلمندۍ سره جوړ کړى دى، زمکه ستا د مخلوق نه ډکه شوې ده.


موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د يهوداه د قبيلې بضلى‌اېل غوره کړے دے، چې د اورى زوئ او د حُور نمسے دے.


دا متلونه ساده خلق هوښياروى او ځوانانو له عقل او تميز ورکوى.


اے ساده خلقو، احتياط زده کړئ، اے بې‌وقوفو. عقل حاصل کړئ.


زميدار ته پته وى چې څۀ به کوى، ځکه چې خُدائ پاک هغۀ ته پوهه ورکړې ده.


واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بې‌پايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.


مونږ چې اوس د مسيح په يووالى کښې شريک يُو، نو په دې وجه مونږ ته د خُدائ پاک نه ميراث مِلاو شوے دے، هغۀ په خپله مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو. او د هر څيز نه هغه د خپلې منصوبې په مطابق کار اخلى.


چې هغۀ په ټول حِکمت او پوهه په مونږ خپله زياته مينه نازله کړه.


په دې هر څۀ کښې د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د جماعت په وسيله خپل هر قسمه حکمت هغه ناليدونکو حاکمانو او د واک خاوندانو ته چې په آسمانى ځايونو کښې دى ښکاره کړى.


په چا کښې چې د حِکمت او عِلم ټولې خزانې پټې پرتې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan