Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 8:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 د سپينو زرو په ځائ زما لارښودنې غوره کړئ، او د خالص سرو زرو نه عِلم خوښ کړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 8:10
15 Iomraidhean Croise  

نۀ دا په سپينو زرو اخستلے شى، او نۀ دا په سرو زرو اخستلے شى.


سرۀ زر او قيمتى کاڼى د حِکمت برابر نۀ شى کېدے، او نۀ دا د سوچه سرو زرو په کالو باندې بدلولے شى.


ځکه زۀ ستا د حُکمونو سره مينه کومه د سرو زرو نه زياته او د خالص سرو زرو نه زياته


زۀ ستا په وعدو کښې خوشحالى کومه لکه څوک چې پېدا کړى لويه خزانه


ستا د خولې خبره زما دپاره ډېر اهميت لرى په زرګونو د سپينو او سرو زرو سيکو نه.


د صادق ژبه خالص سپين زر وى، خو د بدکاره زړۀ بې‌اهميته وى.


د حِکمت حاصلول د سرو زرو نه څو چنده ښۀ دے، او د عقل حاصلول د سپينو زرو نه څو چنده ښۀ دے.


سرۀ زر او لعلونه زيات پېدا کيږى، خو هغه شونډې چې د عقلمندۍ خبرې کوى نايابه زيورات دى.


حقيقت حاصل کړه او دا مۀ خرڅوه، او حِکمت، تربيت او پوهه حاصله کړه.


زما مېوه د سوچه سرو زرو ‎‎‎‎نه ښۀ ده، او زما پېداوار د خالصو سپينو زرو نه بهتر دے.


هوښيار جوړېدل ښۀ دى. دا داسې دى لکه چې ميراث واخلى. په دُنيا کښې د هر چا دپاره عقلمند جوړېدل فائده مند دى.


خو پطروس ورته ووئيل چې، ”ما سره سرۀ زر يا سپين زر نشته خو څۀ چې ما سره دى هغه زۀ تا له درکوم. د عيسىٰ مسيح ناصرى په نوم پاڅه او وګرځه.“


کۀ مونږ غمژن يُو خو هر وخت خوشحاله يُو، مونږ غريبانان يُو خو ډېر خلق غنيان کوُو، مونږ سره څۀ نشته خو بيا هم راسره هر څۀ شته.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan