Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 7:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 نو ما څۀ ساده ځوانان وکتل، نو د دوئ په مينځ کښې مې يو کم عقل ځوان د نظر لاندې راغے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 7:7
24 Iomraidhean Croise  

زناکار هم د تيارې په اِنتظار کښې وى، خيال يې دا وى چې د هيچا به په ما باندې نظر نۀ وى، او هغه مخ پټوى چې څوک مې ونۀ پېژنى.


ستا د کلام تعليم نُور ورکوى او جاهلانو خلقو ته پوهه ورکوى


قانون د مالِک خُدائ کامِل دے، روح تازه کوى. هدايت د مالِک خُدائ باورى دے، د ساده نه هوښيار جوړوى.


”جاهله خلقو، تاسو به تر کومې پورې ساده ګان يئ؟ ترڅو پورې به تاسو مسخره کوونکى په خپلو مسخرو کښې خوشحاله يئ؟ ترڅو پورې به تاسو بې‌وقوفان عِلم نه نفرت کوئ؟


د ساده خلقو سرکشى به دوئ مړۀ کړى، کم عقلان د خپل قناعت په وجه تباه کيږى.


دا متلونه ساده خلق هوښياروى او ځوانانو له عقل او تميز ورکوى.


د هوښيار په شونډو کښې پوهه موندلے کيږى، خو د ناپوهه دپاره چوکه وى.


څوک چې په خپله زمکه کښې محنت کوى نو هغۀ سره به ډېر خوراک وى، خو څوک چې بې‌کاره منصوبو پسې ګرځى کم عقل دى.


يو ساده سړے په هر څۀ باندې يقين کوى، خو هوښيار په هر قدم اوچتولو سوچ کوى.


ساده ګان په ميراث کښې کم عقلتوب پرېږدى، خو هوښيارانو ته د عِلم تاج ورپه سر وى.


د عِلم نه بغېر جذبات څرګندول ښۀ نۀ دى، او بې‌صبرى لار خطا کوى.


کۀ څوک پېغور کوونکے ووهى نو د دې نه به ساده ګان سبق زده کړى، کۀ چرې پوهه سړے ورټلے شى نو هغه به د دې نه نور عِلم زده کړى.


هوښيار سړے چې خطره ووينى نو خپل ځان ترېنه ساتى، خو ساده سړے پرې وردانګى او بيا مصيبت کښې راګېر شى.


زۀ د يو ناراسته سړى په پټى تير شوم او د کم عقل د انګورو باغ مې وکتلو،


هوښياران خطره د اول نه وينى او د هغې نه ځان بچ کوى، خو کم عقل پرې ورخلاص وى او بيا په تکليف کښې راګېر شى.


زما زويه، زما پوهې ته توجو ورکړه، او زما د حِکمت خبرو ته ښۀ غوږ ونيسه.


زما زويه، د پلار په حُکمونو عمل کوه، او د خپلې مور لارښودنه مۀ هېروه.


خو کۀ يو سړے زنا کوى نو هغه بې‌حده کم عقل دے، ځکه چې هغه خپل ځان تباه کوى.


اے ساده خلقو، احتياط زده کړئ، اے بې‌وقوفو. عقل حاصل کړئ.


”اے ساده خلقو ټول دلته راشئ.“ هغه ټولو ناپوهو ته وينا کوى،


”څوک چې ساده ګان وى هغوئ ټول دې دلته راشى.“ او هغه هغوئ ته وينا کوى څوک چې ناپوهه وى،


مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خلق کم عقل دى، هغوئ ما نۀ پېژنى. هغوئ لکه د ناپوهه ماشومانو په شان عقل نۀ لرى. په ورانى کښې ډېر پوهه دى خو په نېکۍ کولو نۀ پوهيږى.“


عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې تاسو هم لا تر اوسه د نورو په شان ناپوهه يئ؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan