6 يو ځل ما د خپل کور د کړکۍ د جالۍ نه بهر وکتل،
د اِسحاق هلته د ډېر وخت اوسېدو نه پس، د فلستيانو بادشاه ابىمَلِک د کړکۍ نه لاندې وکتل او وې ليدل چې اِسحاق خپله ښځه رِبقه راغاړه ايستله.
کله چې د لوظ صندوق ښار ته راروان وو، نو د ساؤل لور ميکل د کړکۍ نه بهر وکتل او وې ليدل چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ په وړاندې ګډيږى او ټوپونه وهى، نو هغې ته هغه سپک ښکاره شو.
دوئ به تا د زناکارې ښځې سره د تعلق نه وساتى، او هم به دې دوئ د زناکارې ښځې د دوکه کوونکو خبرو نه وساتى.
زما جانان لکه هوسۍ او يا د ځوان هوسۍ په شان دېنه، وګوره هغه اوس زمونږ د دېوال شاته ولاړ دېنه، هلته د کړکۍ د جال نه دننه کوټې ته ګورينه.
د سِسيرا مور د کړکۍ د جالۍ نه بهر نظر واچولو، هغې تپوس وکړو، ”د هغۀ ګاډۍ ولې دومره ناوخته کړو؟ مونږ ولې د هغۀ د ګاډۍ آواز نۀ اورو؟“