Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 7:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغه د خپلو ګوتو سره ونښلوه او د خپل زړۀ په تخته يې وليکه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 7:3
11 Iomraidhean Croise  

هيڅکله مينه او وفادارى د خپل ځان نه مۀ لرې کوه. دوئ د خپلې غاړې هار کړه او د خپل زړۀ په تخته باندې يې وليکه.


دا د خپل نظر نه مۀ وباسه او په خپل زړۀ کښې يې دننه وساته.


د هغوئ خبرې تل دپاره په خپل زړۀ کښې يادې ساته، او د هار په شان يې په خپله غاړه کښې ګرځوه.


حِکمت ته ووايه چې، ”تۀ زما خور يې،“ او پوهې ته خپل نزدې رشته‌دار ووايه.


اوس لاړ شه او دا الفاظ په يو کِتاب کښې وليکه. چې دا د راروانو وختونو دپاره د تل دپاره يوه ګواهى شى.


او ترڅو چې زما خبره ده نو زۀ به هغوئ سره يو لوظ وکړم. زما روح چې په تاسو دے او زما کلام چې ما ستاسو په خولۀ کښې اچولے دے، هغه به هيڅکله ستاسو د خولې نه، ستاسو د اولاد د خولې نه او د هغوئ د اولاد د خولې نه لرې نۀ شى. دا د مالِک خُدائ وينا ده او تر همېشه همېشه پورې به هم داسې وى.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د يهوداه د خلقو ګناه د اوسپنې په قلم چې نوکه يې د هيرې ده، ستاسو د کاڼو نه په سختو زړُونو نقش شوې ده او ستاسو د قربان‌ګاه په ګوټونو ليکلې شوې ده.


خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بنده ګان وى.


او ستاسو نه دا ظاهريږى چې په خپله لکه د مسيح د خط په شان يئ، کوم چې مونږ په سياهى نۀ دے ليکلے، بلکې د ژوندى خُدائ پاک په روح مو ليکلے دے نه چې د کاڼى په تختو بلکې په زړونو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan