25 خپل زړۀ ته اجازت مۀ ورکوه چې د داسې ښځې طرف ته مائل شى، او يا د هغې په غلطو لارو روان شى.
زۀ د ورکې شوې ګډې په شان بېلارې شوے يمه خپل خِدمت کوونکے دې ولټوه ځکه چې ما هېر کړى نۀ دى ستا حُکمونه.
هغه به د خپل تربيت د کموالى په وجه مړ شى، او د خپل کم عقلتوب په سبب بېلارې شوے دے.
د داسې ښځې نه ځان لرې ساته. او چې د هغې د کور دروازې ته هم ورنزدې نۀ شى
د هغوئ په ښائست خپل زړۀ مۀ بائيله، او نۀ چې د هغې سترګې وهل تا راګېر کړى.
هغه د ډېرو کسانو د تباهۍ سبب شوې ده او د بېشمېره کسانو د مرګ سبب شوې ده.
او څوک چې په خپله لاره سيدها تېريږى نو هغوئ ته آوازونه ورکوى.
مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
خو زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ يو سړے يوې ښځې ته په بد نيت سره وګورى نو هغۀ په خپل زړۀ کښې د هغې سره زنا کړې ده.