23 ترڅو چې يو غشے د هغۀ زړۀ غوڅ کړى. هغه د يو داسې مارغۀ په شان وو چې د دام طرف ته منډې وهى، هغۀ ته پته نۀ وى چې هغه به د ژوند نه لاس ووينځى.
د يو مارغۀ د سترګو د وړاندې جال خورول څومره بېفائدې دى.
يوه کنجره تۀ د يوې روټۍ په قيمت اخستے شى، خو د بل سړى د ښځې سره زنا به ستا د ژوند په قيمت وى.
خو کۀ يو سړے زنا کوى نو هغه بېحده کم عقل دے، ځکه چې هغه خپل ځان تباه کوى.
نو هغه سمدستى هغې پسې د يو داسې غوَيى په شان روان شو لکه چې حلالېدو له روان وى، لکه چې هوسۍ په دام کښې ونښلى
خو دوئ لږ هم په دې نۀ پوهيږى چې د هغې ښځې په کور کښې صرف مرګ دے، څوک هم چې د هغې په کور کښې مېلمانۀ شوى دى نو هغوئ اوس د تورو خاورو لاندې دى.
ما ته پته ولګېده چې ګېروونکې ښځه د مرګ د سختۍ نه هم لوئ دام دے. د هغې شوق د دام په شان دے او د هغې غېږه د زنځيرونو په شان ده. کوم سړے چې خُدائ پاک رضا کوى نو هغه به ترې نه خلاص وى، خو ګناهګار به د هغې په جال کښې راګېريږى.
انسان ته هيڅکله دا پته نۀ لګى چې په هغۀ به سخت وخت کله راځى. لکه څنګه چې کبان په جال کښې او مارغان په دام کښې اچانک راګېر شى، نو داسې به مرګ انسان سمدستى راګېر کړى.