22 نو هغه سمدستى هغې پسې د يو داسې غوَيى په شان روان شو لکه چې حلالېدو له روان وى، لکه چې هوسۍ په دام کښې ونښلى
تۀ زما پښې په زولنو کښې تړې، او تۀ زما په ټول چال چلن نظر ساتې، او زما د پښو چاپونه هم معلوموې.
خو کۀ يو سړے زنا کوى نو هغه بېحده کم عقل دے، ځکه چې هغه خپل ځان تباه کوى.
نو په نرمو خبرو سره يې هغه غلط کړو، او د هغې پستو خبرو وغلولو.
ترڅو چې يو غشے د هغۀ زړۀ غوڅ کړى. هغه د يو داسې مارغۀ په شان وو چې د دام طرف ته منډې وهى، هغۀ ته پته نۀ وى چې هغه به د ژوند نه لاس ووينځى.
نو هغۀ يرمياه نبى راګېر کړلو او په کوړو يې ووهلو او بيا يې هغه پاس د مالِک خُدائ په کور کښې د بنيامين په دروازه کښې د لرګى په کُنده کښې بند کړلو.
د زيُوس اِمام چې د چا عبادتخانه د ښار نه بهر وه، هغۀ د ښار دروازې ته غوَيان او هارونه راوړل ځکه چې هغۀ او هغه ګڼې غوښتل چې هغوئ ورته قربانى پېش کړى.
د دې حکم په مطابق هغۀ هغوئ د قېدخانې په دننه حِصه کښې واچول او د هغوئ پښو ته يې زولنۍ واچولې.