13 هغې هغۀ له غاړه ورکړه او ښُکل يې کړو، او په خپلو بېشرمو سترګو سره يې هغۀ ته ووئيل،
هغې هغه د قميص نه ونيوو او ورته يې ووئيل، ”راشه. ما سره څمله.“ خو هغۀ بهر منډه کړه او وتښتېدو او د هغۀ قميص د هغې په لاس کښې پاتې شو.
او څۀ موده وروستو د هغۀ د نېک ښځې يوسف ته د شوق په سترګه کتل او ورته يې ووئيل، ”راشه او ما سره څمله.“
زما د وژلو دپاره پټ ناست دى، او خطرناک دشمنان زما خلاف رايوځائ شوى دى، کۀ څۀ هم ما د دوئ خلاف هيڅ ګناه نۀ ده کړې.
يو بدکاره انسان خپل ځان تکړه ښائى خو صادق انسان په خپلو لارو باندې سوچ کوى.
او څوک چې په خپله لاره سيدها تېريږى نو هغوئ ته آوازونه ورکوى.
خو خُدائ تعالىٰ زما مدد کوى نو زما بېعزتى به نۀ کيږى. ما د هغۀ د مرضۍ پوره کولو کلکه اراده کړې ده. ما ته پته ده چې زۀ به د شرم سره نۀ مخ کېږم.
هره يوه کنجره پېسې اخلى، خو تۀ خپلو عاشقانو له تحفې ورکوې، هغوئ له خرچه ورکوې چې تا له د هرې خوا نه د ناروا کارونو دپاره راشى.
کومو خلقو ته چې زۀ تا استوم هغوئ ضديان او سخت طبيعته دى. هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.
خو تۀ، اے بنى آدمه، د هغوئ نه او د هغوئ د خبرو نه مۀ يرېږه. کۀ د هغوئ دهمکى تا د ازغو او يا د لړمانو په شان راګېر هم کړى. مۀ د هغوئ خبرو نه يرېږه، مۀ د هغوئ د نېغو کتلو نه يرېږه، ځکه چې دا قوم سرکشه دے.
کله چې اِسرائيليان د کيکرو په وادۍ کښې دېره وُو، نو د موآبيانو ښځو سره يې زنا شروع کړه.
ياد ساتئ چې زناناؤ د بلعام په نصيحت عمل وکړو او په فعور کښې يې خلق د مالِک خُدائ نافرمانه کړل، او د دوئ په وجه د مالِک خُدائ په خلقو وبا راغله.
خو زۀ ستا خلاف دا شکايت کوم چې تۀ هغه ايزبلى نومې ښځه برداشت کوې چې ځان ته پېغمبره وائى او زما خادِمانو ته د حرامکارۍ او د بُتانو د قربانۍ د خوړلو ترغيب ورکوى.