8 خو دوئ په اوړى کښې خپل خوراک راټولوى، او خپل ځان دپاره خوراک په لو کښې راجمع کوى.
څوک چې په ګرمۍ کښې فصل راټولوى هغه هوښيار زوئ دے، خو هغه زوئ څوک چې د لو په وخت کښې خوب کوى د شرم باعث دے.
نو بيا به تا سره د چېلو دومره زيات پئ وى چې په هغې به خپل خاندان او وينځې ساتلے شى.
مېږى خو کمزورے مخلوق دے، خو بيا هم په ګرمۍ کښې خپل ځان له خوراک راټولوى،
خو تۀ ناراسته سړيه ترڅو پورې به پروت يې؟ او تۀ به کله د خوب نه راپاڅې؟
نو دغه شان به هغوئ ځان دپاره يوه داسې خزانه رايوځائ کړى چې په راروان وخت کښې به د هغوئ دپاره يو مضبوط بنياد وى او په هغې به هغوئ رښتينے ژوندون تر لاسه کړى.