4 زر ورشه مۀ اودۀ کېږه او خپلې سترګې مرغۍ مرغۍ کېدو ته مۀ پرېږده.
او نۀ به سترګې پټې کړم او نۀ به سترګې مرغۍ کېدو ته پرېږدم،
زۀ به په هوا کښې الوتلے د دې ځايه وے، زۀ به په صحرا کښې اوسېدلے وے.
نو بيا زما زويه، په دې کولو سره تۀ د خپل ګاونډى په لاسونو کښې پرېوتې، نو د هغۀ د دام نه د خلاصېدو دپاره، هغۀ له ورشه او خپل ځان کمزورے کړه او هغۀ ته مِنت زارى وکړه چې هغه تا د دې ذمه وارۍ نه آزاد کړى.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
ځکه چې وخت په وخت به د خُدائ پاک يوه فرښته دې تالاب ته راکوزېدله او دا اوبۀ به يې خوځولې او هغه څوک چې به د ټولو نه وړومبے دې اوبو ته ورکوز شو نو هر څۀ بيمارى چې به يې وه د هغې نه به روغ شو.