31 خو کۀ هغه ګېر شى، نو هغه به اووۀ چنده ورکوى، کۀ څۀ هم د هغۀ د کور په ټول سامان يې قيمت پوره کيږى.
خو مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”داسې نۀ ده، کۀ څوک تا ووژنى، نو اووۀ کسان به په بدل کښې وژلے شى.“ نو مالِک خُدائ په قائِن يوه نښه ولګوله چې خلقو ته پته وى چې څوک يې ګورى نو نۀ به يې وژنى.
ځکه چې هغۀ داسې بېرحمه کار کړے دے، هغه به خامخا د دې په څلور چنده تاوان ورکوى.“
د هغوئ ناجائزه ګټه به د هغوئ نه واپس وځى، او په مال دولت باندې به خوشحالى ونۀ کړى،
اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ ګاونډيانو له اووۀ چنده سزا ورکړه، د هغه سپکوالى په وجه کوم چې دوئ تا پورې کړے دے،
نو هغه کس به خامخا د دې ځناور مالِک ته تاوان ورکوى. هغه به يې مالِک ته د دې قيمت ورکړى او هغه مړ ځناور به د هغۀ شى.
خو د هغۀ سره هيڅ هم نۀ وُو. نو د هغۀ مالِک دا حکم وکړو چې هغه دې سره د ښځې، اولاد او هر څۀ مال حال چې لرى خرڅ کړے شى او قرض دې ترې پوره کړے شى.
خو زکاۍ ودرېدو او مالِک ته يې ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“