26 يوه کنجره تۀ د يوې روټۍ په قيمت اخستے شى، خو د بل سړى د ښځې سره زنا به ستا د ژوند په قيمت وى.
هغې د کور خِدمتګاران راوغوښتل او وې وئيل، ”دا وګورئ، زما خاوند چې کور ته کوم عبرانے راوستے دے هغه مونږ شرموى. هغه زما کوټې ته راننوتو او ما ته يې د لاس راچولو کوشش وکړو، خو ما په زوره زوره چغې ووهلې.
او څۀ موده وروستو د هغۀ د نېک ښځې يوسف ته د شوق په سترګه کتل او ورته يې ووئيل، ”راشه او ما سره څمله.“
هغوئ د ډاکوانو په شان په انتظار کښې ناستې وى او بېوفا سړى زياتوى.
کوم انسان چې د حِکمت سره مينه کوى نو هغه خپل پلار خوشحالوى، خو د کنجرو دوست خپل مال حال الوځوى.
مسخره کوونکى ښارونه راپاروى، خو هوښيار انسان غصه سړوى.
هسې نه چې پردى ستا په مال مزې وکړى، او ستا د ژوند محنت د بل چا کور مالا مال کړى.
هسې نه چې خپل عزت نورو ته ورکړې او بېعزته شې. او د خپل ژوند واګې د ظالمانو رحم و کرم ته وسپارې،
څوک په خپله جولۍ کښې بل شوے اور د کپړو سوزېدلو نه بغېر اوچتولے شى څۀ؟
ترڅو چې يو غشے د هغۀ زړۀ غوڅ کړى. هغه د يو داسې مارغۀ په شان وو چې د دام طرف ته منډې وهى، هغۀ ته پته نۀ وى چې هغه به د ژوند نه لاس ووينځى.
او هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى په هغه ښځو څوک چې په خپلو لاسونو سره د جادو او کوډو تعويذونه ګنډى او په خپل مړوند کښې يې راځوړندوى او د کوډو څادر جوړوى او چې خلق په خپل جال کښې ګرفتار کړى. آيا تاسو به زما د خلقو دپاره جال خور کړئ او خپل ژوند به بچ کړئ څۀ؟
نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ستاسو د دروغژنو خبرو او روياګانو په وجه، زۀ ستاسو خلاف يم.
خو چې اوس ستا دا زوئ راغلو چې ستا مال يې په کنجرو والوځولو نو تا هغۀ ته ښکلے سخے حلال کړو.
ستا د اولاد چې کوم کس هم ژوندے پاتې وى نو هغه به هغه اِمام له ځى او د هغۀ نه به پېسې او خوراک غواړى او دا سوال به ورته کوى چې ما د اِمامانو سره منظور کړه، نو چې ما ته يوه نوړۍ روټۍ مِلاو شى.“