25 د هغوئ په ښائست خپل زړۀ مۀ بائيله، او نۀ چې د هغې سترګې وهل تا راګېر کړى.
ياهُو يزرعيل ته ورسېدو. نو چې ايزبل خبر شوه، نو رانجۀ يې پورې کړل، وېښتۀ يې سم کړل او په محل کښې د يوې کړکۍ سره ودرېده او بهر يې کتل.
ما د خپل ځان سره يو لوظ کړے دے چې يوې پېغلې ته به هم په غلط نظر باندې نۀ ګورم.
اے زما دُنيا، اے زما ناوې، زما نه دې زړۀ وړے دېنه، د سترګو په يوه اِشاره دې ما نه زړګے وړے دېنه، او د اميل يو غمى دې ما نه زړګے وړے دېنه.
مالِک خُدائ فرمائى، ”ګورئ، د يروشلم ښځې څومره مغروره دى. هغوئ هسکه غاړه نيولې وى او روانې وى. هغوئ تل نخرې کوى. هغوئ د نازونو او نخرو قدمونه اخلى او پانزېبونه شړنګوى.
اے تباه او لوټ شويه ښاره، تۀ اوس څۀ کوې؟ تۀ ولې سرې جامې اچوې او د سرو کالے استعمالوې او سترګې توروې؟ تۀ هسې فضول خپل ځان سينګاروې. ستا عاشقانو تۀ نامنظوره کړے يې او ستا نه نفرت کوى او هغوئ ستا وژل غواړى.
تر دې چې هغوئ د سړو دپاره قاصدان لېږلى وُو څوک چې د لرې ځائ نه راغلل، او کله چې هغوئ راورسېدل تا خپل ځان د هغوئ دپاره پاک کړو او خپلې سترګې دې تورې کړې او لا دا چې ځان دې په سرو زرو سنګار کړو.
خو زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ يو سړے يوې ښځې ته په بد نيت سره وګورى نو هغۀ په خپل زړۀ کښې د هغې سره زنا کړې ده.
د بل سړى د ښځې خواهش مۀ کوئ، د هغۀ د کور، د هغۀ د زمکې، د هغۀ د نوکرانو، د هغۀ د څاروو، د هغۀ د خرونو، يا د بل داسې يو شى لالچ هم مۀ کوئ کوم چې د هغۀ وى.