21 د هغوئ خبرې تل دپاره په خپل زړۀ کښې يادې ساته، او د هار په شان يې په خپله غاړه کښې ګرځوه.
دا اختر به يو يادګار وى، داسې لکه چې مونږ يوه نښه په خپل لاس يا تندى باندې تړلې وى، دا به مونږ ته هغه څۀ رايادوى چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو.“
چې کله تاسو دا اختر کوئ نو دا به تاسو ته هغه څۀ داسې دريادوى لکه چې يوه نښه تاسو په خپل لاس يا تندى تړلى وى، نو د دې دپاره چې د مالِک خُدائ کلام ستاسو په ژبه وى، ځکه چې مالِک خُدائ د خپل لوئ طاقت سره تاسو د مِصر نه راوويستلئ.
هيڅکله مينه او وفادارى د خپل ځان نه مۀ لرې کوه. دوئ د خپلې غاړې هار کړه او د خپل زړۀ په تخته باندې يې وليکه.
دا د خپل نظر نه مۀ وباسه او په خپل زړۀ کښې يې دننه وساته.
عقل ته مۀ شاه کوه، ځکه چې هغه به ستا حفاظت وکړى، د هغۀ سره مينه کوه نو هغه به په تا باندې نظر ساتى.
او ستاسو نه دا ظاهريږى چې په خپله لکه د مسيح د خط په شان يئ، کوم چې مونږ په سياهى نۀ دے ليکلے، بلکې د ژوندى خُدائ پاک په روح مو ليکلے دے نه چې د کاڼى په تختو بلکې په زړونو.
دا په خپلو مټو او په خپلو تندو باندې وتړئ چې ستاسو دپاره د يادېدو د نښې په شان وى.