19 دروغژن ګواه څوک چې دروغ وائى، او هغه کس چې د خاندان په مينځ کښې سرخوږے پېدا کوى.
ما د دشمنانو لاسونو ته مۀ پرېږده، ځکه چې دوئ په ما هغه تهمت لګوى کوم چې ما کړے نۀ وى، هره لحظه او شېبه کښې د شرارت دهمکى راکوى.
بېرحمه ګواهانو په دروغو وکړه ګواهى په ما، چې بلکل ترې خبر نۀ يم هغه اِلزامونه يې ولګول په ما.
د چا خِلاف د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ.
د دروغو خبر مۀ خوروئ او د دروغو ګواهۍ په ذريعه د يو مجرم کس مدد مۀ کوئ.
رښتينے ګواه په صداقت سره ګواهى کوى، خو دروغژن ګواه دروغ وائى.
يو رښتينے ګواه دروغ نۀ وائى، خو يو دروغژن ګواه ډوزې وولى.
بدکاره انسان لانجه جوړوى، چغلخور نزدې دوستان په خپلو کښې جدا کوى.
دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به بچ پاتې نۀ شى.
دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به تباه شى.
دروغژن ګواه به تباه شى، او څوک چې رښتيا وائى هغه به د تل دپاره خبرې کوى.
پېغور کوونکے کس وشړه، دې سره به جنګ جګړې ختمې شى، بحث مباحثه او سپکاوے هم ورسره ختميږى.
څوک چې د خپل ګاونډى خلاف د دروغو ګواهى ورکوى هغوئ لکه د لَوړ، يا تُورې يا د تېرۀ غشى غوندې خطرناک وى.
د پوکى نه بغېر اور مړ کيږى، او د غېبت نه بغېر جنګ ختميږى.
د هغوئ کاږۀ زړونه خرابې منصوبې جوړوى، نو دغه شان هغوئ تل په هر ځائ کښې سرخوږے پېدا کوى.
د مالِک خُدائ نه ويرېدل دا دى چې د بدۍ نه نفرت وکړئ، زۀ د غرور، کبر او غلط چال چلن او بدو خبرو نه نفرت کوم.
ځکه چې ټول وران خيالونه، لکه قتل، زنا، حرامکارى، غلا، د دروغو ګواهى او غېبت د زړۀ نه راوځى.
مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش وکړو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى.
هغوئ د دروغو ګواهان تيار کړل چې چا داسې ووئيل چې، ”دا سړے همېشه د خُدائ د دې مقدس کور او د موسىٰ د شريعت ګستاخى کوى.
خو د بېوقوفۍ او د جهالت د بحثونو نه ځان په ډډه ساته، ځکه تا ته پته ده چې د دې نه صرف جګړې جوړيږى.
او صُلح کوونکى د صُلحې سره داسې تخم کَرى چې د صداقت مېوې ترې پېدا کيږى.