15 نو په هم دې وجه په داسې کس باندې ناګهانى افت راځى، او ناګهانه به هغه ټوټې ټوټې شى او بيا به د جوړېدو نۀ وى.
خو هغوئ د خُدائ پاک په پېغام وړونکو پورې ټوقې وکړې، د هغوئ خبرو ته يې توجو ورنۀ کړه او د هغۀ په پېغمبرانو پورې يې خندا وکړه، تر دې پورې چې د مالِک خُدائ غصه د هغۀ د خلقو خِلاف دومره زياته شوه چې د هغې نه د خلاصون لار نۀ وه.
ما ته غوږ شئ چا چې زۀ هېر کړے يم هغوئ ټول دې توبه ګار شى، زۀ به مو ټوټې کړم او هيڅ څوک به نۀ وى چې ستاسو مددګار شى.
زما دشمنان دې ناګهانه مړۀ شى، هغوئ دې په قبر کښې ژوندى ورښخ شى، ځکه چې شرارت د دوئ په زړونو کښې وردننه شوے دے.
خو چې کله تاسو په تکليف کښې پرېوځئ نو زۀ به په تاسو پورې ملنډې کوم، او زۀ به تاسو پورې خندا کوم کله چې تاسو بدبختى راګېر کړى،
کله چې بدبختى لکه د طوفان درباندې راشى، او چې مصيبت لکه د سيلۍ په شان درباندې راشى او چې مصيبت او سختى په تاسو باندې غالبه شى،
بدکاران په خپلو بدو عملونو سره خپل ځان تباه کوى، خو تر دې چې صادقان په مرګ کښې هم پناه ګاه لرى.
کۀ څۀ هم چې صادق انسان اووۀ ځله راپرېوځى هغه دوباره راپاڅى، خو د بدکاره دپاره يو افت بس دے.
ځکه چې دا دواړه به ناڅاپه تباهى ورنازله کړى نو څوک د دې اندازه لګولے شى چې څۀ قسمه تباهى به په دوئ راولېږى؟
څوک چې د ډيرې رټنې باوجود بيا هم په خپل ضد قائم وى، نو هغه به ناګهانه تباه شى او هيڅ علاج به يې نۀ وى.
شپږ څيزونه دى چې مالِک خُدائ ترې نه نفرت کوى بلکې اووۀ څيزونه دى چې مالِک خُدائ هغه نۀ شى برداشت کولے،
او هغوئ ته ووايه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائيلى دى، زۀ به د دې منګى په شان دا قوم او دا ښار ټوټې ټوټې کړم چې د بيا جوړېدو امکان به يې نۀ وى. په هغه وخت کښې به هغوئ خپل مړى په توفت کښې ښخوى، تر هغې پورې چې د ښخولو نور ځائ پاتې نۀ شى.
نو کله چې ما پېشګوئې کوله نو فلطياه د بناياه زوئ ناګهانه مړ شو. نو بيا زۀ پړمخې پرېوتلم او په زوره مې چغې کړې، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، ولې تاسو په اِسرائيل کښې په پوره توګه ژوندى پاتې شوى خلق تباه کوئ؟“
کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى.