1 زما زويه، کۀ چرې تا د خپل ګاونډى دپاره په ضمانت کښې څۀ اېښى وى، او يا تا د بل چا د قرض د ورکولو وعده کړې وى،
زۀ به په خپله د هغۀ حِفاظت کوم او تۀ د هغۀ ذمه وارى زما په غاړه کولے شې. کۀ زۀ دے تا له واپس روغ او سلامت رانۀ ولم، نو زۀ به همېشه تا ته ملامته يم.
اے خُدايه پاکه، تۀ زما ضمانت وکړه، ځکه چې بل هيڅ څوک به زما ذمه وارى وانۀ خلى.
کۀ چرې څوک د يو ناپېژندګلو کس ضمانت وکړى نو په يقين سره به دا کس تاوانى شى، او کۀ څوک چا ته د ضمانت لاس ورنۀ کړى نو هغه به بچ پاتې شى.
څوک چې کم عقل وى خپل لاس د ګاونډى په ځائ په ضمانت کښې بل له ورکوى.
هر څوک چې د پردى کس د قرض ذمه وارى اخلى نو ضمانت ترې نه واخله، ضمانت ترې نه واخله کۀ چرې دۀ دا کار د پردى کس دپاره کړے وى.
د چا په ځائ د ضمانت لاس مۀ ورکوه او مۀ د قرض ذمه وارى اخله.
کۀ تۀ چرې د خپلو خبرو په وجه په لټ کښې راګېر شوے يې، او په دام کښې د خپلې خولې د لاسه راګېر شوے يې،
اے مالِکه خُدايه، تا خپل خلق، د يعقوب اولاد رد کړے دے. ځکه چې هغوئ خپل مُلک د نمرخاتۀ د طرف د جادوګرۍ نه ډک کړے دے. د فلستيانو په شان هغوئ هم فالګرو له ځى او د بل مُلک خلقو سره غاړه غټۍ اوسيږى.
هم د دې قسم په وجه عيسىٰ د يوې قوى وعدې ضامن شو.