9 هسې نه چې خپل عزت نورو ته ورکړې او بېعزته شې. او د خپل ژوند واګې د ظالمانو رحم و کرم ته وسپارې،
ما ورته ووئيل، ”سليمان د پردى مُلک د ښځو په وجه ګناه وکړه. هغه داسې سړے وو چې هغه د نورو قومونو د هر يو بادشاه نه لوئ وو. خُدائ پاک د هغۀ سره مينه کوله او هغه يې د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک باندې بادشاه جوړ کړے وو، خو بيا هم هغه د پردى مُلک ښځو په ګناه باندې اخته کړو.
خپل د ځوانۍ طاقت دې په ښځو مۀ ختموه او خپل مال په هغوئ مۀ خرچ کوه، ښځو بادشاهان تباه کړى دى.
هسې نه چې پردى ستا په مال مزې وکړى، او ستا د ژوند محنت د بل چا کور مالا مال کړى.
د داسې ښځې نه ځان لرې ساته. او چې د هغې د کور دروازې ته هم ورنزدې نۀ شى
يوه کنجره تۀ د يوې روټۍ په قيمت اخستے شى، خو د بل سړى د ښځې سره زنا به ستا د ژوند په قيمت وى.