6 هغه د ژوند د لارې په حقله سوچ نۀ کوى، د هغې لارې کږې وږې دى، خو هغه پرې نۀ پوهيږى.
ما په خپلو لارو غور کړے دے او ما خپل قدمونه ستا قانون ته راګرځولى دى.
تۀ به ما ته د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما له راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې.
رښتينے صادق سړے به ژوندے پاتې شى، خو هغوئ څوک چې شرارت کوى نو خپل مرګ ته روان دى.
څوک چې هغې له ورشى نو هغه بيا نۀ راواپس کيږى او هغه بيا هيڅکله د ژوند په لاره راتلے نۀ شى.
دا د زناکارې ښځې طريقه ده چې کله زنا وکړى او بيا ولامبى او سراسر منکره شى او وائى چې، ”ما خو څۀ غلطى نۀ ده کړې.“
او د خپلو قدمونو دپاره لاره هواره کړه، نو بيا به ستا ټوله لار مضبوطه وى.
نو د انسان په ټولو لارو د مالِک خُدائ نظر دے، او هغه په خپله د هغۀ د ټولو لارو څارنه کوى.
کم عقله ښځه سرتېزه وى، هغه بېادبه او بېعلمه وى.
هغوئ ښځو ته د زنا کارۍ په سترګو ګورى او د ګناه نه نۀ شى اوړېدے، هغوئ کمزورى خلق راګېروى، د هغوئ زړونه په حرص آموخته شوى دى، هغوئ لعنتيان دى.