19 چې هغه د يوې ښُکلې مينه ناکې او مهربانه هوسۍ په شان ده نو د هغې د بدن ښُکلا دې تا معمور کړى، او تۀ دې هر وخت د هغې د مينې غلام يې.
يوه ورځ يو مسافر د هغه مالداره سړى کور ته راغلو. مالداره سړى نۀ غوښتل چې هغه خپل يو ځناور حلال کړى چې د هغۀ دپاره روټۍ تياره کړى، هغۀ د غريب سړى ګډورۍ واخستله او د خپل مېلمه دپاره يې روټۍ تياره کړه.“
د خپلې ذخيرې اوبۀ څښه، او صرف د خپلې ښځې سره کوروالے کوه لکه څنګه چې د خپل کوهى نه روانې اوبۀ څښې.
زما زويه نو تۀ دې ولې د يوې زناکارې ښځې په مينه کښې راګېر يې؟ او تۀ ولې د بل سړى د ښځې سره يو ځائ کېږې او غاړه غټۍ کېږې؟
د سحر رڼا نه وړاندې زما جانانه، چې شپه په ختمېدو شى، ما نه لاړ شه جانانه، لکه د هوسۍ او يا د تکړه هوسۍ په شان په کاڼيزه غرونو باندې ما نه په ټوپونو او مستۍ سره لاړ شه.
زما جانان لکه هوسۍ او يا د ځوان هوسۍ په شان دېنه، وګوره هغه اوس زمونږ د دېوال شاته ولاړ دېنه، هلته د کړکۍ د جال نه دننه کوټې ته ګورينه.
ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه، چې د لاله په ګلونو کښې څريږينه.
ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه،
زما جانانه، زر په منډه راشه، او يا لکه د هوسۍ او د ځوان غرڅۀ په شان راشه خوشبوداره غونډو ته راشه.