16 دا مناسب ده چې ستا چينې په کوڅو کښې، او ستا د اوبو لختى په چوکونو کښې وبهيږى؟
او دوئ د رِبقې دپاره برکت وغوښتلو او ورته يې ووئيل چې، ”خورې تۀ دې د زرګونو مور شې، ستا اولاد دې د خپلو دشمنانو په ښارونو بريالے شى.“
د مالِک خُدائ د طرف نه زامن ميراث دے، ماشومان د هغۀ د خوا نه اجر دے.
او ستا ښځه به لکه د مېوه داره انګورو بوټى په شان وى، او ستا زامن به لکه د زيتون بوټى په شان وى، ستا د دسترخوان نه به راچاپيره وى.
”په لويو ډلو کښې د خُدائ پاک ثناء صِفت ادا کړئ، د بنى اِسرائيلو په جماعت کښې د مالِک خُدائ صِفت وکړئ.“
د خپلې ذخيرې اوبۀ څښه، او صرف د خپلې ښځې سره کوروالے کوه لکه څنګه چې د خپل کوهى نه روانې اوبۀ څښې.
نو دا دې يواځې ستا وى، کله دې هم د پردو سره شريک نۀ شى.
ستا چينې دې برکتى شى، د خپلې ښځې سره خوشحاله اوسه چې ستا په ځوانۍ کښې ورسره وادۀ شوے وو،
”د غلا اوبۀ خوږې وى، هغه روټۍ چې په پټه خوړلے شى خوندوره وى.“
اے زما محبوبې، تۀ زما بنده باغيچه ينه، تۀ زما دُنيا ينه، او زما ناوې ينه، زما پټ باغ، زما پټه چينه ينه،
تۀ د باغ چينه ينه، تۀ د تازه اوبو کوهے ينه چې د لبنان د غرونو نه رابهيږينه.
کله چې مالِک خُدائ خپل خلق په خُشکه صحرا کښې روان کړل، هغوئ د تندې په وجه د تکليف سره مخ نۀ شول. د هغوئ دپاره يې د ګټ نه اوبۀ راوويستلې، هغۀ ګټ په مينځ بېل کړو او اوبۀ ترې نه راوبهېدلې.
نو د يعقوب اولاده، په امن سره اوسېږئ، په هغه مُلک کښې په حِفاظت کښې اوسئ چې د غلې او د ميو نه ډک دے، چرته چې د آسمان نه پرخه زمکه اوبۀ کوى.
د هغۀ دېرش زامن او دېرش لوڼه وې. هغۀ خپلې لوڼه د خپلې قبيلې نه بهر وادۀ کړې او خپلو زامنو له يې دېرش ښځې د پردو قبيلو نه وادۀ کړې. اِبصان اووۀ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو،