10 هسې نه چې پردى ستا په مال مزې وکړى، او ستا د ژوند محنت د بل چا کور مالا مال کړى.
کوم انسان چې د حِکمت سره مينه کوى نو هغه خپل پلار خوشحالوى، خو د کنجرو دوست خپل مال حال الوځوى.
خپل د ځوانۍ طاقت دې په ښځو مۀ ختموه او خپل مال په هغوئ مۀ خرچ کوه، ښځو بادشاهان تباه کړى دى.
او د خپل عمر په آخر کښې به تۀ زبيرګى او فريادونه کوې، هرکله چې ستا غوښې او بدن خوړين شى،
هسې نه چې خپل عزت نورو ته ورکړې او بېعزته شې. او د خپل ژوند واګې د ظالمانو رحم و کرم ته وسپارې،
يوه کنجره تۀ د يوې روټۍ په قيمت اخستے شى، خو د بل سړى د ښځې سره زنا به ستا د ژوند په قيمت وى.
هغه به د دې په بدل کښې معاوضه نۀ قبلوى او هغه به رشوت هم رد کړى کۀ څومره ډېر هم وى.
د پردى مُلک خلق د هغۀ طاقت خورى خو هغۀ ته د دې پته نشته، د هغۀ سر د سپينو وېښتو نه ډک دے خو هغۀ ته د دې پته نشته.
خو چې اوس ستا دا زوئ راغلو چې ستا مال يې په کنجرو والوځولو نو تا هغۀ ته ښکلے سخے حلال کړو.