9 دا به ستا سر د فضل سهرې سره ښائسته کړى او د شان او شوکت تاج به در په سر کړى.“
زۀ به تا له هغه څۀ هم درکړم چې تا نۀ دى غوښتى، ترڅو پورې چې تۀ ژوندے يې نو تۀ به دولتمند او عزتمند يې، نو داسې تۀ به د ټولو بادشاهانو نه لوئ بادشاه يې.
د هغوئ نصيحتونه به ستا د سر دپاره ښائسته سهره او ستا د غاړې دپاره د عزت هار وى.
ساده ګان په ميراث کښې کم عقلتوب پرېږدى، خو هوښيارانو ته د عِلم تاج ورپه سر وى.
سپين وېښتۀ د عزت تاج دے، کوم چې د صداقت د ژوندون نه حاصليږى.
دوئ به ستا روح تازه ساتى، او دا به ستا په غاړه د فضل هار وى.
زما زويه، ما ته غوږ شه. زۀ چې درته څۀ وايم هغه کوه، نو په دې کولو سره به ستا عمر اوږد شى.
په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپلو هغه خلقو دپاره د ګلونو د شاندار تاج په شان وى چې کوم خلق ژوندى پاتې وى.
بلکې ستاسو غېر فانى ډول سنګار دې په هغه باطنى انسانيت کښې په حليمۍ او په سکون کښې وى چې د خُدائ پاک په نزد ډېر قيمتى دے.
او کله چې مشر شپونکے څرګند شى نو تاسو له به د جلال تاج درکړے شى چې کله به هم نۀ مړاوے کيږى.
هر څوک چې کامياب شى هغه به ما سره په تخت کښېنى، لکه څنګه چې زۀ په خپله کامياب شوم او د خپل پلار سره د هغۀ په تخت کښېناستم.