3 هر کله چې زۀ د خپل پلار په کور کښې هلک وم، او د خپلې مور اېک يو نيازبين زوئ وم،
داؤد وفرمائيل چې، ”زما زوئ سليمان چې د مالِک خُدائ کوم کور جوړوى نو هغه دې خامخا د شان شوکت والا او په دُنيا کښې مشهور وى. خو هغه کم عُمره او ناتجربهکاره دے، نو زۀ به د هغې دپاره تيارے وکړم.“ نو داؤد د خپل مرګ نه مخکښې ډېر زيات سامان تيار کړو.
داؤد بادشاه ټولې غونډې ته وفرمائيل، ”زما زوئ سليمان هغه څوک دے چې خُدائ پاک خوښ کړے دے، خو هغه لا هلک او ناتجربهکاره دے. کوم کار چې کېدونکے دے هغه ډېر لوئ دے، ځکه چې دا د انسانانو محل نۀ دے بلکې د مالِک خُدائ، خُدائ پاک کور دے.
په يروشلم کښې چې د داؤد کوم زامن پېدا شوى وُو په هغوئ کښې سموع، سوباب، ناتن او سليمان شامل دى. د هغوئ مور بتسبع وه چې د عمىاېل لور وه.
اے مالِکه خُدايه، زۀ په دې پوهېږم چې د انسان د ژوندون اختيار د دۀ په خپل لاس کښې نۀ دے. او نۀ هغه په خپلې مرضۍ سره د خپل ژوند لار مقررولے شى.
زۀ به د داؤد په اولاد او څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى د فضل او دُعا روح نازل کړم. هغوئ به ما ته ګورى، هغه چا ته چې دوئ په نېزه وهلے دے، او هغوئ به د هغۀ دپاره داسې ماتم وکړى لکه چې څوک په خپل ايکې يو ماشوم ماتم کوى، او ډېر سخت به خفه شى لکه د چا چې اولنے زوئ مړ شوے وى.
په خپلو کښې په يو زړۀ اوسئ، لوئ لوئ خيالونه مۀ کوئ بلکې د بېوسو ملګرتيا کوئ او خپل ځان هوښيار مۀ ګڼئ.