27 ښې او ګس طرف ته مۀ تاوېږه، او خپلې پښې د شرارت نه وساته.
زما زويه، د داسې خلقو سره مۀ ځه، او د هغوئ په نقش قدم مۀ ځه.
د نېکانو لارې د هر قسم غلط کار نه لرې وى. هر هغه څوک چې د خپلو لارو خيال ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى.
اول ولامبئ او خپل ځان صفا کړئ. خپلې بد عملى زما د سترګو نه لرې کړئ. آو، نور بد عمل مۀ کوئ،
مينه دې بېريا وى. د بدۍ نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره ځان ونغاړئ.
هغه هر څۀ کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، په دې کښې مۀ څۀ کموئ او مۀ څۀ زياتوئ.
زۀ چې نن تاسو له کوم حُکمونه درکوم نو د هغې نه اخوا دېخوا مۀ اوړئ او نۀ چې په نورو معبودانو پسې لاړ شئ او نۀ يې عبادت وکړئ.
بنى اِسرائيلو، ګورئ چې تاسو هغه هر څۀ وکړئ د کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکړے دے. او د دې قانون نه اخوا دېخوا مۀ اوړئ.
تکړه او زړَور اوسه او په هغه ټول شريعت باندې عمل کوه چې زما خِدمت کوونکى موسىٰ تا له درکړے دے. د هغې نه يو خوا بل خوا مۀ اوړه او بيا چې هر چرته هم تۀ ځې نو کامياب به يې.