25 په غور سره مخامخ نېغ ګوره، او خپل نظر نېغ وساته.
ما د خپل ځان سره يو لوظ کړے دے چې يوې پېغلې ته به هم په غلط نظر باندې نۀ ګورم.
زما نظر د بېکاره څيزونو نه واړوه، او د خپل کلام په مطابق دې ژوند راکړه.
کم عقلتوب هغه سړے خوشحالوى څوک چې ناپوهه وى، خو هوښيار سړے په سيدها لار روان وى.
يو بدکاره انسان خپل ځان تکړه ښائى خو صادق انسان په خپلو لارو باندې سوچ کوى.
ستا سترګې به عجيبه او رنګارنګ څيزونه ګورى، او ستا ذهن به د ګډوډو څيزونو تصور کوى.
ستا دولت به د سترګو په رپ کښې فنا شى، او خپلې وزرې به پرانيزى او د باز په شان به آسمان ته والوځى.
د خپلې خولې نه ټګى لرې کړه، او دوکه مارې خبرې د خپلو شونډو نه لرې کړه.
او د خپلو قدمونو دپاره لاره هواره کړه، نو بيا به ستا ټوله لار مضبوطه وى.
سترګې د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى نو ستا ټول بدن به رڼا وى.