24 د خپلې خولې نه ټګى لرې کړه، او دوکه مارې خبرې د خپلو شونډو نه لرې کړه.
د ګناهونو نه ځان خلاص کړې، او بدعملى د خپل کور نه ختمه کړې،
ښۀ کوئ او د بدو نه ځان ساتئ، امن قائم ساتئ او د هغې کوشش کوئ.
د صادق شونډې په دې پوهيږى چې کومه خبره د منلو او په ځائ ده، خو د بدکاره د خولې نه صرف غلطې خبرې راوځى.
هر څوک چې بد ګُمانه وى نو هغه به برکت ونۀ مومى، د چا ژبه چې دوکه ماره وى په مصيبت کښې به راګېر شى.
دا بهتره ده چې يو سړے غريب وى او په ايماندارۍ سره ژوند تېروى، د هغه چا نه چې دروغژن او کم عقل وى.
په غور سره مخامخ نېغ ګوره، او خپل نظر نېغ وساته.
بدمعاشان او کمينه خلق، ټوله ورځ تش دروغ وائى.
د مالِک خُدائ نه ويرېدل دا دى چې د بدۍ نه نفرت وکړئ، زۀ د غرور، کبر او غلط چال چلن او بدو خبرو نه نفرت کوم.
زما د خولې ټولې خبرې صحيح دى، يو خبره يې هم کږه يا د دوکې نۀ ده.
خپلو ټولو ګناهونو ته شا کړئ کوم چې تاسو کړى دى، او په خپل ځان کښې نوے زړۀ او نوے روح پېدا کړئ. تاسو ولې مړ کېدل غواړئ، اے د بنى اِسرائيل قومه؟
خو اوس تاسو له په کار دى چې د غصې، قهر، بدخواهۍ، چُغلۍ او سپکې خبرې پرېږدئ.
او د هغوئ په مينځ کښې مدام بحث پېدا کيږى د چا عقل چې خراب شوے دے، او د حق نه محروم دى او هغوئ ديندارى تش د ګټې ذريعه ګڼى.
نو ځکه تاسو ټول د ځان نه د پليتوالے او د بدۍ ګند لرې کړئ، او هغه کلام ډېر په عاجزۍ سره قبول کړئ چې په تاسو کښې کَرلے شوے دے. په دې کښې ستاسو د ژوند بچ کولو طاقت دے او دا تاسو بچ کولے شى.
کۀ څوک خپل ځان دينداره ګڼى او بيا خپله ژبه په قابو کښې نۀ ساتى، هغه خپل ځان دوکه کوى، او د هغۀ ديندارى بېکاره ده.
نو ځکه بيا هر قِسم بدى، فريب، رياکارى، کينه او هر قِسم بده وينا پرېږدئ.