22 نو دا به هغوئ له ژوند ورکړى چې څوک يې پېدا کوى، او د هغوئ ټول وجود له به صحت ورکړى.
د بېپرواهۍ خبرې د تُورې په شان غوڅول کوى، خو د عقلمند ژبه پرهرونو له شفا ورکوى.
نرمې خبرې د شاتو د ګبين په شان وى، د ځان دپاره خوږې او د هډوکو دپاره درمان وى.
دوئ به ستا روح تازه ساتى، او دا به ستا په غاړه د فضل هار وى.
نو په دې به ستا بدن رغيږى او ستا هډُوکى به پرې تازه شى.
زما زويه، ما ته غوږ شه. زۀ چې درته څۀ وايم هغه کوه، نو په دې کولو سره به ستا عمر اوږد شى.
هغۀ ما ته تعليم راکړو او وې وئيل، ”په خپل ټول زړۀ سره زما نصيحت راټينګ کړه، زما په حُکمونو عمل کوه نو ستا ژوند به په خير تير شى.
ځکه چې څوک ما ومومى نو هغه ژوند مومى، او د مالِک خُدائ رضا حاصلوى.
خو باوجود د دې به هغه وخت راشى چې زۀ به د يروشلم زخمونو ته شفا ورکړم او هغې ته به حقيقى امن او سکون ورکړم.