20 زما زويه، زۀ چې درته څۀ وايم هغې ته توجو ورکړه، او په غور سره زما خبرې واوره.
په تاسو کښې څوک داسې شته چې ډېر اوږد عمر غواړى ښې او نېک بختې ورځې ليدل غواړى،
اے زما خلقو زما تعليم ته غوږ ونيسئ، زما د خولې خبرو ته غوږ ونيسئ.
تۀ مونږ د خپل ژوند د لنډوالى نه خبر کړه، ترڅو چې مونږ په عقلمندۍ سره ژوند وکړُو.
او د عقل خبرو ته غوږ ونيسې او خپل زړۀ د هوښيارتيا طرف ته مائل کړې،
نو دا به تا خوشحاله کړى کۀ تۀ دا په خپل زړۀ کښې ياد ساتې او دا په خپلو شونډو هر وخت يادوې.
زما زويه، زما پوهې ته توجو ورکړه، او زما د حِکمت خبرو ته ښۀ غوږ ونيسه.
زما زويه، زما خبرې ځان سره وساته او زما احکام خپل ځان سره حفظ کړه.
اوس غوږ ونيسئ او ما له راشئ، نو تاسو به ژوندى اوسئ. زۀ به تاسو سره يو نۀ ختمېدونکے لوظ وکړم او زۀ به تاسو له هغه نۀ ختمېدونکې مينه درکړم چې ما يې د داؤد سره لوظ کړے وو.
هغۀ لا دا خبرې کولې چې ناګهانه يوه پړقېدونکې وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو او د وريځې نه آواز وفرمائيل، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم. د هغۀ خبرې واورئ.“