Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 4:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 ترڅو پورې چې دوئ غلط کار نۀ وى کړے تر هغې خوب نۀ ورځى، ترڅو پورې چې دوئ چا ته تيندک نۀ وى ورکړے نو دوئ تر هغې پورې آرام نۀ کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 4:16
13 Iomraidhean Croise  

دوئ په ژبه د دوکې او د بدۍ خبرې کوى. هغوئ کار د عقل او ښۀ عمل نۀ کوى.


تر دې چې په خپل کټ کښې بدې منصوبې جوړوى. د بدکارانو په لاره تلل کوى د دوئ ارادې ښې نۀ دى. او د بدۍ نه مخ نۀ اړوى.


ځکه چې هغوئ د بدکارۍ طرف ته په منډه روان وى، او د وينې تويولو په اړخ تېزۍ سره روان وى.


څوک چې د خرابو کارونو په کولو خوشحاليږى او د بدعملو په شرارت خوشحالى کوى،


د هغوئ د لارو نه ځان وساته، د هغوئ په لار مۀ ځه، د هغوئ د لارو نه راوګرځه او په خپله لار روان اوسه.


خو بدعمله خلق د چپې وهونکى سمندر په شان دى، چې هيڅکله په آرام کيږى نه او چپې يې ځان سره ګند ګريل راوړى.“


تاسو هر يو په خپل دوست نظر ساتئ او په خپل ورور هم اعتبار مۀ کوئ. ځکه چې هر يو ورور ستاسو دوکه مار دے، او هر يو دوست غېبت کوونکے دے.


افسوس په هغوئ باندې څوک چې د بې‌اِنصافۍ منصوبې جوړوى، په هغوئ چې په خپلو کټونو کښې د بدو منصوبو خوبونه ګورى. د سحر په رڼا کښې هغوئ دا پوره کوى ځکه چې د دې کول د دوئ په اختيار کښې دى.


د هغوئ دواړه لاسونه په غلطو کارونو کښې تکړه دى، حکمرانان تحفې غواړى، قاضيان رشوت قبلوى، زورَور هغه حکم کوى چې څۀ يې خوښ وى. دوئ ټول يو ځائ سازشونه کوى.


چې ورځ شوه نو اولسى مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان راټول شول او عيسىٰ يې د خپلې جرګې وړاندې پېش کړو.


بيا هغوئ عيسىٰ سحر وختى د کائفس د کور نه د رومى ګورنر قلعې ته بوتلو. نو يهوديان د قلعې نه بهر ودرېدل ځکه چې هغوئ غوښتل چې خپل ځانونه د پليتۍ نه وساتى دې دپاره چې د فسح خوراک نه منع نۀ کړے شى.


خو لسياس کمان آفسر په مينځ کښې راغلو او دا سړے يې په زبردستۍ سره زمونږ د لاسه وويستو.


هغوئ ښځو ته د زنا کارۍ په سترګو ګورى او د ګناه نه نۀ شى اوړېدے، هغوئ کمزورى خلق راګېروى، د هغوئ زړونه په حرص آموخته شوى دى، هغوئ لعنتيان دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan