11 ما درته د عقل او حِکمت لارښودنه وکړه او په نېغه لار مې روان کړې.
هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له، په نېغه لار مې بيائى د خپل نوم دپاره.
نو بيا تۀ د ښو خلقو په طريقو تلل کوه او د صادقانو په لارو کښې پاتې شه.
هغۀ ما ته تعليم راکړو او وې وئيل، ”په خپل ټول زړۀ سره زما نصيحت راټينګ کړه، زما په حُکمونو عمل کوه نو ستا ژوند به په خير تير شى.
زۀ د صداقت په لاره روان يم، او د اِنصاف په لارو عمل کوم،
غوږ شئ. ما سره ستاسو دپاره اعلىٰ خبرې دى، او زۀ چې شونډې پرانيزم نو هغه څۀ وايم څۀ چې صحيح وى.
هوښيار په دې پوهيږى چې زما ټولې خبرې ټيک دى، چا سره چې عِلم وى هغۀ ته پته وى چې دا صحيح دى.
معلِم په خپله هوښيار وو او خلقو له يې هم د عِلم تعليم ورکولو. هغۀ په ډېرو متلونو باندې غور او فکر کولو او ترتيب وار يې جمع کړل.
او ورته يې ووئيل چې، ”اے د اِبليس زويه، اے د صداقت دشمنه، اے ټګه او د شرارت نه ډکه. ولې تۀ د مالِک د نېغو لارو د کږولو نه نۀ منع کيږى؟
ما تاسو ته هغه ټول قانون ښودلے دے، کوم چې مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما ته ښودلے دے چې تاسو هغه قانون په هغه مُلک کښې پوره کړئ چې د قبضه کولو دپاره ورباندې حمله کوئ.