1 زما زامنو د خپل پلار هدايت ته غوږ ونيسئ. او هغې ته توجو ورکړئ او پوهه حاصله کړئ.
راټول شئ او واورئ، اے د يعقوب زامنو. د خپل پلار اِسرائيل خبره واورئ.
راځئ، زما بچو، ما ته غوږ شئ، نو تاسو به د مالِک خُدائ د يرې نه خبر کړم.
د دوئ مقصد دا دے چې خلقو ته د حِکمت او تربيت په حقله تعليم ورکړى او چې هغوئ په عقلمندو خبرو پوهه شى.
زما زويه، د خپل پلار لارښودنو ته غوږ شه او د خپلې مور تعليم دې مۀ هېروه.
هوښيار زوئ د خپل پلار تربيت قبلوى، خو يو جاهله انسان ملامتيا ته غوږ نۀ نيسى.
نصيحت ته غوږ ونيسه او هدايت قبول کړه، نو په آخر کښې به تۀ هم هوښيار شې.
د هوښيارانو خبرو ته غوږ کېږده او هغې ته پام وکړه او زما تعليم د زړۀ نه قبول کړه.
زما زويه، زما پوهې ته توجو ورکړه، او زما د حِکمت خبرو ته ښۀ غوږ ونيسه.
حِکمت ته ووايه چې، ”تۀ زما خور يې،“ او پوهې ته خپل نزدې رشتهدار ووايه.
مونږ د هغه هر څۀ تابع يُو د څۀ چې مونږ ته زمونږ نيکۀ يوندب د ريکاب زوئ تعليم راکړے دے. نۀ خو مونږ او نۀ زمونږ ښځو او نۀ زمونږ زامنو لوڼو کله مے څښلى دى.
په دې وجه مونږ له په کار دى چې په هغه څۀ ډېر غور وکړُو څۀ چې مونږ واورېدل، نو هسې نه چې مونږ د دې نه لرې لاړ شُو او ونۀ ښوئيږو.