7 دوئ پرېږده چې ځان نشه کړى او چې خپله غريبى پرې هېره کړى چې خپل غم ورنه هېر شى.
تۀ به خپل غم هېر کړې، او داسې به دې هېر شى لکه چې بيا به دې هيڅ خيال کښې نۀ راځى.
تۀ د بنيادم د خوشحالولو دپاره مے پېدا کوې، او تۀ تېل د هغۀ د مخ د تازه والى دپاره پېدا کوې، او تۀ روټۍ پېدا کوې کومه چې انسان ته طاقت ورکوى.
شراب هغوئ ته ورکړه څوک چې تباه کيږى، او مے د هغوئ دپاره وى څوک چې په غم آخته وى.
د هغوئ په ځائ خبرې کوه څوک چې د خپل ځان دپاره خبره نۀ شى کولے. او د هغه ټولو خلقو د حق دپاره څوک چې مسکينان وى.
په شرابو مستېږئ مه ځکه چې د دې اَنجام عياشى ده، بلکې د دې په ځائ په روحُ القُدس معمور شئ.